علمي مقاله ليکني سمينار وړاندي سو!

      No Comments on علمي مقاله ليکني سمينار وړاندي سو!

                                          ۱۴۰۳/۰۷/۱۴ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې استادانو او اداري کارکوونکو تـه د مقاله ليکني سمينار د مسلکي پراختيا مرکز په همکاري او د څېړنيز مرکز د آمر ښاغلي محمد الدين خادم له لوري وړاندي سو.

پدې ورکشاپ کي د علمي مقالې پر پيژندني، موضوع ټاکني، مالوماتو او موادو راغونډولو، ترتيب کولو او خپرولو اړوند مالــومات وړاندي سـول، چي موخـه ترې د اســتادانو او کارکوونکو علمي ظرفيت لوړونه وه.

د يادوني وړ ده، چي اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه خپلو اســتادانو او کارکوونـکو ته وخت او اړتيـا له مخي بېلابیل سميـنـارونه او ورکشــاپونه وړاندي کـوي، چي موخــه يې د هغوی ظرفيت لوړونه ده.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه