محصلينو استازو سره د همږغۍ غونډه ترسره سوه!

                                           ۱۴۰۳/۰۶/۲۴ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د طب پوهنځی محصلينو د ټولګيو استازو سره د همږغۍ غونډه ترسره سوه.

په غونډه کي د طب پوهنځی رهبري غړو، تدريسي او اجرائيه مديرانو او د محصلينو استازو ګډون درلود.

پدې غونډه کي د محصلينو سره د تدريسي چاپيريال پر نظم ساتني، تدريسي موادو، تقويتي کورسونو، سلسله مراتب ساتني، د محصلينو وړانديزونو او يو شمېر نورو مهمو برخو باندي بحث او خبري اترې وسوې.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه