د مسلکي پراختيا مرکز مشورتي بورډ غونډه ترسره سوه!

                                            ۱۴۰۳/۰۶/۲۴ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي په مشرۍ د پوهنځیو رئیسانو او څانګو آمرينو سره د مسلکي پراختيا (PDC) مرکز لپاره مشورتي بورډ غونډه ترسره سوه.

پدې غونډه کي د عامه پوهاوي ورکشاپونو، علمي کنفرانسونو، کارکوونکو ظرفيت لوړوني او يو شمېر نورو مهمو برخو باندي بحث او لازمي پريکړې وسې.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه