خزاني متفرقه کانکور آزموینه واخیستل سوه!

                                             ۱۴۰۳/۰۶/۱۰ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د (۱۴۰۳) خزاني متفرقه کانکور ګډون کوونکو څخه آزموينه واخيستل سوه.

د آزمويني په ياد بهير کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې علمي او اداري غړو ترڅنګ د هلمند پوهنتون څخه راغلي پلاوي غړي ښاغلي پوهنيار محمد نعيم کاکړ، پوهنيار عبدالقادر ليوال، پوهنيار عصمت الله ايثار او د کانکور آزمويني نوماندانو ګډون درلود.

د آزمويني صندوق د مؤسسې امنا هئيت، د هلمند پوهنتون راغلي پلاوي او د کانکور آزمويني يو تن نوماند له لوري رسما پرانستل سو، چي بیا د استادانو او اداري کارکوونکو له لوري پر ټولو ګډون کوونکو باندي پوښتن پاڼې وويشل سوې.

د يادوني وړ ده، چي ددې آزمويني پايلې به د روانې اونۍ د سه شنبې په ورځ چي د (۱۴۰۳/۰۶/۱۳) نيټې سره برابره ده؛ د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې په انګړ کي به اعلان سي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه