صبر پيژندني مالوماتي سمينار وړاندي سو!

                                            ۱۴۰۳/۰۵/۲۳ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د ارشاد او دعوت آمريت له لوري د مؤسسې استادانو او کارکوونکو ته د صبر پيژندني اړوند مالوماتي سمينار وړاندي سو.

په نوموړي سمينار کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني، علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او اداري مديرانو ګډون کړی و.
پدې سمينار کي د صبر پر پيژندني، صبر ډولونو، صبر فضائل، صبر ارزښت او يو شمېر نورو مهمو برخو اړوند مالومات وړاندي سول.

د يادوني وړ ده، چي ياد سمينار د ارشاد او دعوت د آمريت د پلان مطابق چمتو او د PDC يا مسلکي پراختيا آمريت په همکاري سره وړاندي سو.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه