د اراکوزيا پوهنتون د استادانو او کارکوونکو له پاره د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکوني ۱۱ ګوني معيارونو د تفسير، د کلني څار ارزوني APM او پنځه کلني ارزوني PPR په اړه ورکشاپ دایر سو.
دا ورکشاپ د اراکوزيا پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي استاد او د پوهنتون د کيفيت د لوړاوي آمر ښاغلي نذير احمد رښتينی لخوا وړاندي سو، چي څلور ورځي يې دوام وکړ.
په ياد ورکشاپ کي د پوهنتون رئيس، درو مرستيالانو، د پوهنځيو رئيسانو، د څانګو امرينو، استادانو او اداري کارکوونکو په فعال ډول ګډون کړی وو.
ورکشاپ د ۱۴۰۰ل. کال د سلواغې له ۹ څخه تر ۱۲ مي نيټې پوري د څلورو ورځو له پاره دوام درلود.
د ورکشاپ په وروستۍ ورځ د پوهنتون د ادارې لخوا د ورکشاپ ټولو ګډونوالو ته بري لیکونه او ټرينر استاد نذیر احمد رښتيني ته مننه ليک ورکړه سو.
خپرنيزه څانګه