د څیړڼي میتودولوژي اړوند شپږ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېدی !

۶/۲/۱۴۰۴ هجري لمریز کال
د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې استادانو،کارمندانو او محصلینو تـه د علمي پرمختګ او تحقيقي معيارونو د لوړوالي په موخه، د څېړني ميتودو لوژۍ اړوند شپږ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېدی
د اراکوزیا دلوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنیار عبدالمنان سلطاني په دې ورکشاپ کي د ټولو ګډون کوونکو او ټرینرانو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چي په دې ورکشاپ کي هغه څه چي وړاندي سوي دي باید په عملي ډول ترینه ګټه واخلئ او په راتلوونکي کي علمي څیړني او مقالې چمتو سي، همدارنګه د مؤسسې علمي مرستیال ښاغلي محمد ولي ولي وویل چي په دې شپږو ورځو کي خورا ګټور او اړین معلومات په دې ورکشاپ کي وړاندي سول تر څو تاسو یې په عملي ډول یې په خپلو څیړنو او علمي مقالو کي ترې استفاده وکړئ
د دې ورکشاپ موخه دا وه چې ګډونوالو ته د څېړنيزو مهارتونو، مقالو ليکلو، او علمي څېړنو د معيارونو په اړه مفصل معلومات ورکړل سي
په دې ورکشاپ کي د علمي څېړنيزو ميتودونو پېژندنه او عملي زده کړه.
د څېړنيزو مقالو د ليکلو اصول.
د څېړني د سوال، هدف او ستونزو د تعريف څرنګوالی.
د معلوماتو راټولول، تحليل او نتیجې ته د رسېدو طريقې.
د علمي امانتدارۍ (Academic Integrity) ارزښت بيانول.
د ورکشاپ په اوږدو کې ګډونوالو ته د نظري او عملي زده کړو ترڅنګ، تمريني فعاليتونه هم برابر سويوو
د یادوني وړ ده چي اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې اداره تل هڅه کوي، چي د خپلو آکاډمیکو فعالیتونو په وړاندي کولو سره استادانو او کارمندانو ته وخت پر وخت دغه ډول د ظرفیت لوړوني ورکشاپونه جوړ او وړاندي کړي، دا ورکشاپ د څیړنیز مرکز د آمریت لخوا د شپږ ورځو په جریان کي وړاندي سو
په ورستۍ ورځ ټولو ګډونوالو ته تصدیق پاڼې هم ورکړل سوې.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنیزه څانګه