اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې رهبرۍ غړو او استادانو د بُست لیسې په نندارتون کي ګډون وکړ!

۱۴۰۴/۲/۴ هـ لمریز کال
اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې رهبرۍ غړو، استادانو او اداري کارمندانو د بُست خصوصي عالي لیسې په انګړ کي په جوړ سوي نندارتون کي ګډون وکړ
اراکـــوزيا د لوړو زده کــړو مؤسسې رهبرۍ غړو ياد ننــدارتون ددې لیسې د زده کوونکو د ملاتړ، پرمختګ، د ځوانانو په خاص ډول د زده کوونکو د تشویق لپاره غوره ګــام یاد کړ
ددې ادارې او زده کوونکو د لاز یاتو پرمختګونو او نوښتونه اړوند يې د دوی ستاينه وکړه

یاد نندارتون کي چي د بُست خصوصي لیسې له لوري جوړ سوی وو،د زده کوونکو ډول ډول په لاس لیکل سوي ښکلي خطونه، جدولونه همدارنګه نقاشۍاو ځیني نور مهم لیکل سوي توکي ګډونوالو ته وړاندي کړي وه د ادارې د مسؤلینو په خبره چي له یاد نندارتون څخه یې موخه د زده کوونکو تشویق او هڅونه او غواړي چي په راتلوونکي کي نور دې ته ورته نوښتونه وکړي

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه