
۲۵/۱۲/۱۴۰۳ هـ لمریز کال
د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې استادانو او اداري کارکوونکو تـه د پلان جوړوني او ترتیب ورکشاپ وړاندي سو.
پدې ورکشاپکي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو، څانګو آمرينو، استادانو او اداري مديرانو پکښي ګډون کړی و.
دا ورکشاپ د مسلکي پراختيا مرکز په همکارۍ چمتو او د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې دپلان او احصایې مدیریت له لوري وړاندي سو.
په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنیزه څانګه