۱۴۰۳/۱۱/۱۰ هـ لمريز کال
۱۴۴۶/۰۷/۲۹ هـ قمري کال
د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د (۱۴۰۴) پسرلني کانکور د لسګونو ګډون کوونکو څخه آزموينه واخيستل سوه.
د آزمويني ياد بهير د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د دعوت او ارشـاد مـدير ښاغلي مـولوي حافظ نيک محمد مستغفر د قرآن مجيد په تلاوت راپيل سو.
پدې آزموينه کي د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې رهبري غـړو، هلـمند پوهـنتون راغـلي قـدرمن پـلاوي، د مـؤسســې استادانو، کارکوونکو او د کانکور ګډونوالو ګډون درلود.
د اراکوزيا لـوړو زده کړو مؤسسـې د علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي ټولـو راغلو ګـډونوالو ته ښه راغلاست وويل سو، د کانکور ګډون کـوونکو ته د لوړو زده کړو پر ارزښت او د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د علمي اسانتياوو او علمي ژمن هوډ ډاډ ورکړ همدارنګه د آزمويني ګډون کوونکو ته يې په خپلي خوښي پوهنځی کي د بري هيله بیان کړه.
د هلمند پوهنتون څخه د نظارت په پار راغلي محترم هئيت له جملي څخه ښاغلي مفتي شـير احمد عـاجـز په خپلې وینا کي ټولو ګډون کوونکو ته د غـوره علمي فرصت یادونه وکړه، نومـوړي اوس وخت او اوسنــی حالت د زده کــــړو لپاره ښه برابر ياد کړ، هغه ټولـو ګـډون کـوونکـي ښې زده کـــړې لـپاره تشويق کړل او هغوی ته يې د بري دعا وکړه.
د آزمـويني صـندوق د مؤسسـې د رهـبرۍ غــړو، د هلـمند پوهنتون راغلي محترم پلاوي او د کانکور آزمويني يو تن نوماند له لـوري رسـما پرانستل سو، چي بیا د اسـتادانو له لوري پر ټولو ګډون کوونکو باندي پوښتن پاڼې وويشل سوې او د آزمـويني ورسـتيو پـوري صـحنې څخه په ښـه شـکل نظارت ترسره سو.
يادونه : کومو کـسانو چي د آزمـويني څخه پاته سوي وي او يا د نومـلیکني وخت ترې تير سـوی وي، نو هغوی کولای سي چي د متفرقه کانکور آزمويني لپاره نوملیکنه وکړي، چي ياده آزمـوينه بـه رواني سـلواغې مياشـتي پـر (۲۱) مـه نيټه باندي واخيستل سي.
په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه