د نشراتو مدير ښاغلي امان الله پښتون مخه ښه غونډه ترسره سوه!

۱۴۰۳/۱۱/۰۱ هـ لمريز کال
۱۴۴۶/۰۷/۲۰ هـ قمري کال

د اراکــوزيا د لــوړو زده کـړو مؤسسې د نشراتو او فرهنګي چارو مدير ښاغلي امان الله پښتون مخه ښه غونډه ترسره سوه.
د اراکــوزيا د لــوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني له لوري د ښاغلي امان الله پښتون د ټولو کـاري فعاليتونو، هڅو او خدمـتونو ستاينه وکړه او زياته يې کړه، چي نـومـوړي د اراکـوزيا لوړو زده کړو مؤسسې لپاره د زړه له اخـلاصه او پـه ښـه ايمانـدارۍ سره دنـده ترسـره کړه، چي ټولو استادانو او همکاران ته يې ښې خاطري پاته دي.

د يادوني وړ ده، چي ښاغلي امان الله پښتون د څو کلونو راهيسي په اراکــوزيـا لـوړو زده کړو مؤسسه کي د څېړنيز مرکز مدير او د نشـراتو او فرهنـګي چـارو د مـدير په حيث خپله دنده په ښه ايماندارۍ، پوره اخلاص، صداقـت او غـوره نوښتيز همـدارنګه ياد پـاتي خدمـتونو سـره ترسـره کــړې، چـي پـه همـدې پـار د مؤسسې رهبري له لـوري د نومـوړي فعاليتونو د هڅو او کاري چارو د ستايني په موخه غونډه ترسـره او نـومـوړي ته يې د ژونـدانـه په ټـولـو چارو کي د کاميابۍ دعا وکړه.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه