د لوړو زده کړو وزارت د نظارت او ارزوني پلاوي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې څخه ليدنه وکړه!

۱۴۰۳/۱۰/۲۴ هـ لمريز کال
۱۴۴۶/۰۷/۱۳ هـ قمري کال

د لوړو زده کړو وزارت د نظارت او ارزوني راغلي پلاوي چي په راس کي يې د علـمي چـارو د نـظارت او ارزونـي رئیس ښاغلي حافظ مولوي حمدالله حماد مشري کول؛ د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د روانو علمي او اداري چارو څخه ليدنه وکړه.

د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني له لوري راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو او د رهبري شورا غړو د تعرف څخه وروسته هغوی ته د نظارت او ارزوني کولو هرکلی وکړ او هغوی ته يې د ټولو روانو چارو د روڼتيا او ښې همکاري ډاډ ورکړ.

نوموړي پلاوي د اراکـوزيا لوړو زده کـړو مؤسسې د روانو ټولو چارو څخه تر نظارت او ارزوني کولو وروسته د يادې مؤسسې د رهبري، استادانو او کـارکـوونکو پر غوره کاري چارو ترسره کېدو خوښي وښوده او ټولو ته يې په کارونو کي د لا بري هيله څرګنده او دعا وکړه.

د يادوني وړ ده، چي اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې اداره تل پدې لـټه کي ده، چي خپلي کـاري او اکـاډميکي چـاري د لوړو زده کړو وزارت د اصولو پر بنياد مخته يوسي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه