۱۴۰۳/۱۰/۱۸ هـ لمريز کال
۱۴۴۶/۰۷/۰۷ هـ قمري کال
د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي محمود خان قاسمي له لوري د اداري مديرانو سره د هغوی د کاري چارو ښه ترسره کېدو په موخه غونډه ترسره سوه.
پدې غونډه کي د اداري مديرانو او کارکوونکو سره د هغوی د کاري فعاليتونو، لاسته راوړنو، ستونزو همدارنګه د ستونزو ښه حل او لا بري مخته تلو په پار خبري اترې او لازمي پريکړې ترسره سوې.
په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه