۱۴۰۳/۱۰/۱۰ هـ لمريز کال
۱۴۴۶/۰۶/۲۸ هـ قمري کال
نن د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب او حقوق او سياسي علومو پوهنځيو د (۱۴۰۳) خزاني سمسټر فاينل آزمويني پيل سوې.
د يادو ازموينو د پيل په مناسبت د اراکــوزيا لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي او ورسره مل پلاوي د آزمويني د صحنې څخه ليدنه وکړه.
په يادې ليدني کي د استادانو څخه د آزمويني اصولو ساتني او پر شـفافيت ټينـګار وکړ همدارنګه محصـلينو ته يې د ښه بري هيله څرګنده کړه.
د يادوني وړ ده چي د اراکوزیا لوړو زده کړو مؤسسې د رهبري او ازمويني کمېټې د غړو له لوري به وخت پر وخت د صحنو څخه نظارت کيږي، چي موخه ترې آزمويني د ټاکل سوي اصولو او طرزالعمل مطابق اخيستل وي.
په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه