محصلينو ته د صنفي پروژې اړوند سمينار وړاندي سو!

                                      ۱۴۰۳/۰۹/۲۶ هـ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی محصلينو ته د صنفي پروژې اړوند سمينار وړاندي سو.

ياد سمينار د مسلکي پراختيا مرکز په همکارۍ چمتو او د طـب پوهـنځی اسـتاد ښاغلي میراحـمد زيـارمـل له لـوري محصلينو ته د صنفي پروژې تر عنوان لاندي چي پکښي د صنفي پروژې موضوع ټاکني، عنوان غوره کولو، پروژې عملي لاري چـاري، مـوادو ترتيب او يو شمېر نور اړين مواد وړاندي سول.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه