محصلينو ته د هايدروجن ګاز استحصال او القلي اړوند عملي کار ترسره سو!


۱۴۰۳/۰۸/۳۰ هـ لمريز کال

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی (0038) ټولګی محصلينو ته د کيميا مضمون اړوند د هايدروجن ګاز استحصال او القلي جوړېدو عملي کار ترسره سو.
ياد عملي کار د ښاغلي استاد میراحمد زيارمل له لوري د اراکوزيا په کيميا او فزيک لابراتوار کي ترسره سو، چي موخه يې د هايدروجن ګاز د خواصو او القلي عملي زده کړه وه.
د يادوني وړ ده، چي اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې اداره تل هڅه کوي، چي د خپلو زده کړيالانو په علمي او عملي ظرفيت کي غني والی او هم لوړوالی رامنځته کړي؛ ترڅو په راتلونکي کاري بهير کي بريالۍ دنده ترسره کړي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه