۱۴۰۳/۰۸/۲۷ هـ لمريز کال
د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې اداري کارکوونکو، استادانو او محصلينو ته د مسلکي اداري راپور ليکلو اړوند سمينار وړاندي سو.
په ياد سمينار کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني، مؤسسې مرستيالانو، استادانو، اداري واحدونو مديرانو او محصلينو ګډون درلود.
دا سمينار د مسلکي پراختيا مرکز په همکارۍ چمتو او د علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي له لوري وړاندي سو.
په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه