مخدره توکو د استعمال زيانونو اړوند د عامه پوهاوي او مالوماتي سمينار وړاندي سو!

                                         ۱۴۰۳/۰۸/۱۷ هـ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پراختيا مرکز په همـکارۍ او د حقـوقو او سـیاسـي علـومو د پوهـنځي استاد ښاغلي حافظ عزيزالله حنفي له لوري استادانو، کارکوونکو او محصلينو ته د مخدره توکو د استعمال زيانونو اړوند سمينار وړاندي سو.

پدې سمينار کي ګډون والو ته د مخدره توکو پر پيژندني، ډولونو، استعمال زيانونو او په ټولنه کي د مخدره توکو د مخنيوي اړوند موضوعات وړاندي سول.

د يادوني وړ ده، چي اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې اداره تل هڅه کړې، چي خپلو استادانو، کارکوونکو او محصلينو ته د ظرفيت لوړوني او عامه پوهاوي اړوند سمينارونه وړاندي کړي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه