هوا ککړتيا تر عنوان لاندي علمي کنفرانس داير سو!

                                         ۱۴۰۳/۰۸/۱۵ هـ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې له لوري استادانو، اداري کارکوونـکو او محصلـينو ته د هوا کـکـړتيا اړوند علمي کنفرانس داير سو.

په ياد کنفرانس کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمــنان سلطاني، علمي مرسـتيال ښاغلي محمد ولي ولي، پوهنځيو رئيسانو، استادانو، څانـګو آمرينو او محصلينو ګډون درلود.
پدې کنفرانس کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د څېړنيز مرکـز او علمي مجلې آمر ښاغلي محمد الدين خادم د هوا د ککړتیا عوامل او د انسانانو پر روغـتیا باندي د هغه اغـیزې همدارنګه د استاد ښاغلي عبدالمجید دانش له لوري بيا د هوا ککـړتيا پر زیانونو باندي ګډون کوونکو ته سمينارونه وړاندي سول.

د کنفرانس په وروستۍ څنډه کي د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې علـمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي له لــوري د استادانو علمي زيـار او ګـډون کوونکو راتـګ څخه مننه او دا ډول علمي کنفرانسونه داير کېدل يې د مؤسسې ټولنيز رسالت ياد کړ.
د يادوني وړ ده، چي دا کنفرانس د اراکــوزيا لـوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پراختيا مرکز په همکارۍ چمتو سوی و، چي ليکل سوي علمي مقالې به يې په ملي او نړيوال ژورنالونو کي خپرې سي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه