د ژوو حياتي ارزښت څېړنيز کنفرانس وړاندي سو!

                                     ۱۴۰۳/۰۸/۰۲ هـ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د علمي او څېړنيز مرکز له لوري د ژوو حياتي ارزښت په نوم څېړنيز کنفرانس داير او وړاندي سو.

په ياد څېړنيز کنفرانس کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني، علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي، پوهنځيو رئيسانو، استادانو، کارکوونکو او رابلل سوو څېړونکو ګډون درلود.

پدغه څېړنيز کنفرانس کي د استادانو او څېړونکو له لوري د ژوو پر حياتي ارزښت، د ژوو په ساتنه کي د ايکو سيسټم رول، وحشي ژوو حياتي ارزښت، په ټولنه کي د ژوو اړتيا او ساتنه، انسانانو ته د وحشي ژوو پر ګټو او يو شمېر نورو مهمو برخو باندي علمي مقالې او سمينارونه د کنفرانس ګډون والو ته وړاندي سول.

دا څېړنيز کنفرانس د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پراختيا مرکز په همکارۍ چمتو او د څېړنيز مرکز له لوري دایر سو، چي موخه د ژوو پر حياتي ارزښت باندي څېړنه کول او د ټولني تر وګړو پوري انعکاس کول و.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه