محصلينو ته د موادو پر حالت او حجم د تودوخې اغيز اړوند عملي کار ترسره سو!


۱۴۰۳/۰۸/۰۱ هـ لمريز کال

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی (0040) ټولــګی محصليـنـو ته د ښاغلي استاد میراحـمــد زيارمـل له لوري د کيميا مضـمون اړوند د کيـميا او فزيـک په لابراتوار کي د موادو پر حالت او حجم د تودوخې اغيز اړوند عملي کار ترسره سو، چي موخه يې پر مادې د تودوخې اغيز پوهاوی و.

د يادوني وړ ده، چي اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې اداره تل هڅـه کوي خپـلو محصلـينو ته د غوره نظري زده کـړو تر څنـګ غـوره عمــلي زده کــړه هم ورکـړي؛ ترڅـو د هغـوی په علمي ظرفيت کي لا غني والی رامنځته او په عملي کاري ساحه کي بريالي و اوسي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه