د کمپيوټر او انګريزي ژبي زده کړې پروګرام راپيل سو!

                                           ۱۴۰۳/۰۷/۰۷ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې له لوري خپلو محصلينو ته د کمپيوټر او انګريزي ژبي وړيا زده کړي پروګرام راپيل سو.

د ياد پروګرام د پيل په غونډه کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي، محصلانو چارو مرستيال ښاغلي شاه محمود مطمين، مالي او اداري مرستيال ښاغلي احمد جان احمدي، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلينو ګډون درلود.

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي د غونډي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ويلو وروسته وويل؛ دا پرواګرم د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې له لوري خپلو برحاله زده کړيالانو ته د کمپيوټر (۳) مياشتنی او انګريزي ژبي (۹) مياشتنی پروګرام ددې لپاره راپيل کړ، چي د اوسني عصر مطابق خپل محصلان په زده کړه سمبال کړي ترڅو خپل درسي او راتلونکي کاري چاپيريال کي بريالي اوسي، هغه زياته کړه، دا پروګرام وړيا دی، هڅه وکړی چي ګډون وکړی او ددې غوره فرصت څخه ګټه پورته کړی، موږ تاسي ته مسلکي، علمي او غوره مجرب استادان ګمارلي، چي ستاسو دا پروګرام به ډير ګټور تمام سي.

د يادوني وړ ده، چي اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې دا پروګرام يوازي د خپلو برحاله محصلانو لپاره وړيا چمتو کړی، ترڅو د دوی په علمي او راتلونکي کاري چاپيريال کي اغيزمن او ګټور تمام سي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه