طب پوهنځی محصلينو ته عملي کار ترسره سو!

                                            ۱۴۰۳/۰۷/۰۳ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی دوهم ټولـګی محصلينـو ته د اناټـومي مضمون اړونـد د زړه جوړښت په تړاو د ښاغلي استاد ډاکټر حکـمت الله الهام له لوري په اناټومي لابراتوار کي عملي کار ترسره سو.

د يادوني وړ ده، چي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې اداره تل هڅه کوي، چي خپلو محصلينو ته د غوره نظري زده کړو تر څنګ غـوره عمــلي زده کــــړه هم ورکــړي، ترڅـو په خپل راتلونکي کاري چاپيريال کي ورته اغېزمن تمام سي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه