طب پوهنځی محـصلينو ته د کيمياوي لابـراتـوار توکي ور وپيژندل سول!


۱۴۰۳/۰۷/۰۲ لمريز کال

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی لومړي سميسټر محصلـينو ته د کيمياوي لابراتوار توکي ور وپيژندل سول، چي موخه ترې محصلينو ته د کيميا لابراتوار وسايلو او موادو پيژندنه وه.
ددې عملي په پيل کي د ښاغلي استاد میراحمد زيارمل له لوري محصلينو ته لومړی د لابراتوار عمومي مالومات او بیا کارونکي توکي ورته تشريح سوه.

د يادوني وړ ده، چي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې اداره تل هڅه کوي، چي خپلو محصلينو ته د غوره نظري زده کړو تر څنګ غـوره عمـلي زده کـــــړه هم ورکـړي، ترڅــو په خپل راتلونکي کاري چاپيريال کي ورته اغېزمن تمام سي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه