د سنبلې میاشتې نوبتي علمي شورا غونډه ترسره سوه!

                                            ۱۴۰۳/۰۷/۰۱ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د رهبري او علمي شورا غړو ترمنځ مياشتنـۍ علمي شورا نوبتي غونډه ترسره سوه.

پدې علمي شورا کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې امنا هئيت رئیس ښاغلي قدرت الله يعقوبي، د مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني، علمي او تحقيقاتي چارو مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي، محصلانو چارو مرستيال ښاغلي شاه محمود مطمين، مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي احمد جان احمدي، پوهنځيو رئیسانو، څانګو آمرينو او د مديرانو ګډون درلود.

ددې مياشتي په علمي شورا کي د تيري مياشتي پر راپورونو، ممتازو محصلينو ستاينغونډي، علمي بنسټونو او ادارو سره تړون کــېدو، سهـارنۍ تدريســي ټولګـيو تنـظيم، څيړني او علمي مقالې اړوند ورکشاپ او يو شمېر نورو مهمو برخو باندي بحث او لازمي پريکړې وسې.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه