طب پوهنځی محصلينو ته د تلوين اړوند عملي کار ترسره سو!


۱۴۰۳/۰۶/۳۱ لمريز کال

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی 0035 ټولګی محصلـينو ته د هستولوژي مـضمون اړوند د تلوين موضوع لپاره د ښاغلي استاد ډاکټر شراف الدين اشرف او استاد غلام حسین الهام له لوري عملي کار ترسره سو.
ددې عملي کار څخه وړاندي محصلينو ته په اړونده برخه کي نظري زده کړه ورکول سوې وه، چي بیا نن محصلينو ته په عملي ډول د حجرې ليدل او پيژندلو ور وښودل سوه.

د يادوني وړ ده، چي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې اداره تل هڅه کوي، چي خپلو محصلينو ته د غوره نظري زده کړو تر څنګ غوره عملي زده کړه هم ورکړي، ترڅو په خپل راتلونکي کاري چاپيريال کي ورته اغېزمن تمام سي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه