کيفيت لوړاوي کميټې مياشتنۍ غونډه ترسره سوه!

                                         (۱۴۰۳/۰۶/۲۸) لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د کيفيت لوړاوي کميټې د غړو له لوري خپله نوبتي مياشتنۍ غونډه ترسره کړه.

پدې غونډه کي د کورس پاليسۍ، انفرادي عملياتي پلان، تدريس بهبود پلان، تدريسي موادو، نظارت او آرزوني پر چکليست همدارنګه نورو مهمو برخو باندي بحث او لازمي پريکړې وسوې.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه