طب پوهنځی محصلينو ته عملي کار ترسره سو!

                                            ۱۴۰۳/۰۶/۲۶ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی پنځـم سميـسټر محصلـينو ته د مايـکرو بيولـوژي مـضمون اړوند د نبـاتي حـجـري ساخـتمان او نبـاتي حـجــري ديوال پيژندني په موخه د ښاغلي استاد ډاکټر محمد ولي رحماني او استاد غـلام حسین الـهام له لـوري په مايــکرو بيـولـوژي لابراتوار کي عملي کار ترسره سو.

د يادوني وړ ده، چي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې اداره تل هڅه کوي، چي خپلو محصلينو ته د غوره نظري زده کړو تر څنګ غوره عملي زده کړه هم ورکړي، ترڅو په خپل راتلونکي کاري چاپيريال کي ورته اغېزمن تمام سي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه