طب پوهنځی محصلينو ته عملي کار ترسره سو!

                                            ۱۴۰۳/۰۶/۲۶ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی د دريـم سميـسټر محصلـينو ته د هستـولوژي مـضمون اړوند د ويني جامد او مايع برخي پيژندني په موخه د ښاغلي استاد ډاکټر شرافت الدين اشرف له لوري په بيوشمي لابراتوار کي عملي کار ترسره سو.

د يادوني وړ ده، چي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې اداره تل هڅه کوي، چي خپلو محصلينو ته د غوره نظري زده کړو تر څنګ غوره عملي زده کړه هم ورکړي، ترڅو په خپل راتلونکي کاري چاپيريال کي ورته اغېزمن تمام سي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه