د ميلاد النبي د ورځي په مناسبت مالوماتي او د عامه پوهاوي سمينار وړاندي سو!


۱۴۰۳/۰۶/۲۵ لمريز کال

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې محصلينو او استادانو ته د ميلاد النبي د ورځي په مناسبت مالوماتي او د عامه پوهاوي سمينار وړاندي سو!

دا سمينار د مسلکي پراختيا (PDC) مرکز په همکارۍ د ارشاد او دعوت آمر ښاغلي حافظ مولوي نيک محمد مستغفر له لوري وړاندي سو.
پدې سمينار کي د بشريت ستر لارښود حضرت محمد (ص) د سپيڅلي شخصيت، نړۍ ته راتګ پر راتګ، پيغمبر کېدل، ژوند، کورنۍ او اخلاق تر څنګ د اُمتيانو پر رسالت او ددې څنګ د ميلاد النبي ځانګړي ورځي پر ارزښت مالومات وړاندي سول.

د يادوني وړ ده، چي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې اداره تل هڅه کړې، چي خپلو محصلينو ته د اسلامي، علمي، مسلکي او اخلاقي ارزښتونو پر بنیاد د هغوی د ظرفيت لوړوني په پار بېلا بېل سمينارونه چمتو او وړاندي کړي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه