۱۴۰۳/۰۶/۱۳ لمريز کال
د اراکـوزيا لـوړو زده کــړو مؤسسې د علمـي او اداري غـړو ترمنځ مياشتنـۍ علـمي شورا غونډه ترسره سـوه.
پدې علمي شورا غونډه کي د مؤسسې مؤسس ډاکټر عصمت الله يعـقوبـي، د مؤسسـې رئيس ښاغلـي پوهنـيار عبدالـمنان سلطاني، علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي، د پوهنځيو رئيسانو، څانګو آمرينو او اداري مديرانو ګډون درلود.
پدې شورا کي د تيري مياشتي پر راپورونو، لاسته راوړنو، د پوهنځيو ستراتيژيک پلانونو، تدريسي وختونو، کلني څار او يو شمېر نورو مهمو برخو باندي بحث او لازمي پريکړې وسې.
د يادوني وړ ده، چي د مجلس په وروستيو کي د نوي ګمارل سوو کارکـوونکو تعرف هم وسو، چي د ټولو لـخوا ورتـه ښه راغلاست او کاري بري هيله بیان سوه.
په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه