د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې او د بُست پوهنتون تدريسي روغتون ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو تړون لاسليک سو!


۱۴۰۳/۰۶/۱۱ لمريز کال

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې له لوري د خپلو محصلينو د غوره علمي او عملي امکانات چمتو کولو په موخه د بُست پوهنتون د تدريسي روغتون سره د دوه اړخيزو همکاريو تړون لاسليک سو!

په ياد تړون غونډه کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني، علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي او د بُست پوهنتون رهبري غړو ګډون درلود.

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د رئیس ښاغلي پوهنيار سلطاني له لوري د بُست پوهنتون سره تړون باندي خوښي وښودل او د رهبرۍ څخه يې غوښتنه وکړه، چي تړون په غوره بڼه سره تطبيق سي، د محصلينو عملي کارونو، ستاژر او طبي ظرفيت لوړوني لپاره غوره کار وسي همدارنګه د محصلينو عملي کارونو د خنډونو، ځنډونو او ستونزو رامنځته کېدل او حل لپاره غوره همږغۍ جاري وساتل سي؛ ترڅو د محصلينو عملي کارونه پر وخت اجرا او د هغوی په ظرفيت لوړېدا کي موثريت سره تمام سي.

د یاد هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د بُست پوهنتون رئیس ډیپلوم انجنیر محمود سنګین ډاډ ورکړ چي د ستاژرانو لپاره به اړین امکانات او اسانتیاوي برابري کړي، ترڅو ستاژر ډاکټران ښه او عالي روزنه ترلاسه کړي.

د يادوني وړ ده، چي ددې تړون له مخي به د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د طب پوهنځی محصلينو ته په بُست تدريسي روغتون کي د عملي کارونو، ستاژ دورې کولو او طبي مهارتونو په لوړولو کي همکاري ترسره کيږي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه