خزاني کانکور آزموینه واخیستل سوه!

                                             ۱۴۰۳/۰۵/۳۱ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د (۱۴۰۳) خزاني کانکور ګډون کوونکو څخه آزموينه واخيستل سوه.

د آزمويني په ياد بهير کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني، علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي، مؤسسې استادانو او مديرانو همدارنګه د هلمند پوهنتون څخه راغلي پلاوي غړي ښاغلي پوهنيار محمد نعيم کاکړ، پوهنيار عبدالقادر ليوال، پوهنيار عصمت الله ايثار او د کانکور آزمويني نوماندانو ګډون درلود.

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني د کانکور آزمويني ټولو ګډون والو ته ښه راغلاست ووايه همدارنګه د آزمويني ټولو ګډون کوونکو څخه يې غوښتنه وکړه، چي درسي بهير منظم تعقيب کړی، کورنۍ باور وساتی، ځان په غوره او مسلکي ډول جوړ کړی، وړتيا پيدا کړی، ترڅو په راتلونکي کي اداري اړتيا درته پيدا سي. نوموړي زياته کړه، چي هر هغه شخص چي ځان په ښه زده کړه سمبال کړي، نو هغوی ته په امارتي او هم خصوصي سکتور ادارو کي ډيره کاري اړتيا وي همدارنګه پر ټولو يې ږغ وکړ؛ که چيري تاسي زده کړه وکړی، نو د ځان، کورنۍ او مسلک وياړ کېدلای سی او هم به روښانه او اسانه راتلونکې ولرئ همدارنګه ټولنه او مسلک به په تاسي فخر وکړي.

د آزمويني صندوق د مؤسسې امنا هئيت او رهبرۍ غړو، د هلمند پوهنتون راغلي پلاوي او د کانکور آزمويني يو تن نوماند له لوري رسما پرانستل سو، چي بیا د استادانو له لوري پر ټولو ګډون کوونکو باندي پوښتن پاڼې وويشل سوې.
د يادوني وړ ده، چي ددې آزمويني پايلې به د سنبلې مياشتي پر پنځه نيټه باندي اعلان سي.

نوټ : کوم کسان چي د آزمويني څخه پاته سوي او يا د نوملیکني وخت ترې تير سوی وي، نو هغوی کولای سي، چي د متفرقه کانکور آزمويني لپاره نوملیکنه وکړي، چي آزموينه به يې د سنبلې مياشتي پر لسمه نيټه باندي واخيستل سي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه