د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې او د مريم پوهنتون ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو تړون لاسليک سو!

                                            ۱۴۰۳/۰۵/۲۱ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د مؤسس ښاغلي ډاکټر عصمت الله يعقوبي او د مريم پوهنتون رئیس ښاغلي استاد ولي الرحمن عزيزي ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو تړون لاسلیک سو.

ددې تړون پر بنسټ به دواړه علمي بنسټونه په څېړنه، علمي سمينارونو، تقويتي پروګرامونو، زده کړيالانو ته پر علمي سير او يو شمېر نورو مهمو برخو کي يو د بل سره همکاري ترسره کوي.

د يادوني وړ ده، چي اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه د خپل غوره علمي او ټولنيز رسالت په ښه شان مخته وړلو لپاره د بېلابيلو لوړو زده کړو بنسټونو سره تړون لري، چي د يادو تړونونو په مرستې سره د خپل علمي او اداري کارکوونکو ترڅنګ د محصلانو په ظرفيت لوړوني کي ترې ګټه پورته کوي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه