مياشتنۍ نوبتي علمي شورا غونډه ترسره سوه!

                                              ۱۴۰۳/۰۴/۳۱ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د رهبري غړو ترمنځ د سرطان مياشتي نوبتي غونډه ترسره سوه.

ددې مياشتي په علمي شورا غونډه کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني، علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي، مالي او اداري مرستيال ښاغلي انجينر محمد اسماعيل ظاهر، د پوهنځيو رئيسانو او د څانګو آمرينو او مديرانو ګډون درلود.

پدې علمي شورا غونډه کي د تيري مياشتي پر راپورونو، د مؤسسې عمومي ستراتيژيک پلان، د پوهنځيو ستراتيژیک پلانونه، د مونوګرافونو موضوعاتو سپارل، د محصلانو نتايج، اړتيا له مخي د کارکوونکو پر ګمارني باندي بحث او لازمي پريکړې وسې.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه