د تضمين کيفيت او اعتبار اخيستني د (۱۱) ګونو معيارونو د تفسير په ورکشاپ کي فعاله برخه واخستل سوه!

                                         ۱۴۰۳/۰۳/۰۷ لمريز کال 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري په هلمند پوهنتون کي د لوړو زده کړو بنسټونو لپاره د تضمين کيفيت د (۱۱) ګونو معيارونو د تفسیر ورکشاپ چي دري ورځي وړاندي راپيل سوی و؛ نن پای ته ورسيد.

ياد ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت د راغلي پلاوي غړو ښاغلي پوهنوال ميرعظم الدين هاشمي، ښاغلي دوکتور محمد داؤد احمدزي، ښاغلي محمد امين او انجنير نعيم الله مومند له لوري وړاندي سو.

په ياد ورکشاپ کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني، علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي او د کيفيت لوړاوي آمر ښاغلی پوهنيار نذير احمد رښتيني ګډون وکړ.

د يادوني وړ ده، چي اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې اداره په خپلو داخلي علمي او اداري برخو کي د کيفيت لوړاوي او ساتني لپاره ډيره ژمنه ده او تل يې هڅه کړې چي خپلو هيوادوالو ته غوره علمي رسالت ادا کړي‌.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه