يو وطن او يو درد!

      No Comments on يو وطن او يو درد!


۱۴۰۳/۰۲/۲۲ لمريز کال

دا چي د وروستيو اورښتونو او سيلابونو راوتلو له امله زموږ اقتصاد ځپلي هيواد په يو شمېر ولايتونو او په ځانګړې توګه بغلان ولايت مېشت ولس د سخت مرګوني او دردونکي حالت سره مخ کړی همدارنګه درانه مالي زيانونه يې پيښ کړي, د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې اداره د ټولو قربانيانو سره په ياد ويرجن حالت باندي خواشينه ده، ياد دروند درد او غم د ټولو افغانانو ګډ غم او درد ګڼي، شهيدانو ته جنت الفردوس او قربانيانو ته د پاک رب څخه د صبر او حوصلې غوښتونکې ده.

د هيواد پر ټولو ملي بنسټونو، سوداګرو او شتمنو باندي مو ږغ دی، چي د خپلو بې ځايه سوو هيوادوالو لاسنيوی وکړي همدارنګه د يو وطن او يو درد په حيث خپل اسلامي، افغاني او ټولنيز مسؤليت او رسالت ادا کړي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه