د زرغون افغانستان لپاره يو نيالګی کښېنوئ!

                                                              ۱۴۰۱/۱۲/۱۳ لمريز کال 

د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د چاپيريال ساتني کمېټې له لوري د پسرلي موسم را رسېدو په مناسبت او د زرغون افغانستان لپاره د ( د زرغون افغانستان لپاره يو نيالګی کښېنوئ) تر عنوان لاندي کمپاين وکړ.

د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د مؤسس ښاغلي ډاکټر عصمت الله یعقوبي، د مؤسسې علمي او اداري کار کوونکو له لوري د همدې کمپاين په ترڅ کي د مؤسسې په داخل انګړ کي نيالګي کښېنول.

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې اداره د ټولو هيوادوالو څخه غوښتنه کوي، چي د ګران افغانستان د ښه زرغونتيا لپاره نيالګي کښېنوي؛ تر څو وطن مو زرغون افغانستان سي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه