د لوړو زده کړو وزارت څخه د محصلانو چارو د شورا راغلي پلاوي له لوري د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې څخه ليدنه وکړه


۱۴۰۱/۱۲/۰۷ لمريز کال

د لوړو زده کړو وزارت څخه د محصلانو چارو د شورا راغلي پلاوي د بې اسنادو محصلينو د ستونزو حل په موخه له اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې څخه ليدنه وکړه.

په ياد پلاوي کي ښاغلي قاضي عبدالباري غفاري، ښاغلي عبدالصمد ابراهيمي، ښاغلي شفيع الله نقشبندي او ښاغلي ظريف آقا برخه درلودل، چي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د رهبري غړو په ملتيا د محصلانو چارو د اړوندې برخي څخه ليدنه وکړه.
نوموړي پلاوي د اراکوزيا کاري هڅې او فعاليتونه وستايل او په اړونده برخي کي د لا ښه خدمت هيله وښوده.

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رهبري غړي د ياد راغلي پلاوي د راتګ او هڅو څخه ستاينه، قدرداني او مننه وکړه همدارنګه ډاډ يې ورکړ، چي خپلې ټولې چاري به تل همداسي د علمي او اداري اصولو په رڼا کي مخته رواني وساتي.

درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه