د (1402) پسرلني متفرقه کانکور آزموينه واخيستل سوه

                                                               ۱۴۰۱/۱۲/۰۵ لمريز کال 

د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې په علمي انګړ کي د ګډونوالو څخه متفرقه پسرلني کانکور آزموينه واخيستل سوه.

په يادې آزمويني کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې مؤسس ښاغلي ډاکټر عصمت الله يعقوبي، د مؤسسې رئیس ښاغلي عبدالمنان سلطاني، د هلمند پوهنتون راغلي علمي هئيت او د مؤسسې علمي او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.

د مؤسسې رئیس پوهنيار عبدالمنان سلطاني د کانکور ګډونوالو ته ښه راغلاست ويلو ترڅنګ هغوی ته د غوره نظري زده کړو سره د عملي زده کړو ورکړې يادونه وکړه، نوموړي په اوسني عصر کي د اسلامي امت لپاره پوهه اړينه اړتيا ياده کړه، د ګډونوالو څخه يې غوښتنه وکړه، چي د بريا په صورت کي په خپلو درسونو کي زحمت وکاږي او مطالعه وکړي؛ تر څو ځان د کورنۍ او ټولني خادم وګرځوي.

پدې متفرقه کانکور آزموينه کي د معالجوي طب، حقوق او سياسي علوم، انجنيري او ښوونه او روزنه پوهنځۍ لپاره (۱۲۵) تنو نوملیکنه کړې وه، چي له جملې څخه يې (۸۷) تنو ګډون کړی و.

نوټ : ددې کانکور آزمويني پايلې به(۱۴۰۱/۱۲/۰۸) نيټه چي را روانې اونۍ یک شنبې سره سمون لري؛ اعلان به سي.

درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه