د طب پوهنځی د ټولګيو نماينده ګانو سره غونډه دايره سوه!

                                                             ۱۴۰۱/۱۲/۰۳ لمريز کال 

د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د رئیس ښاغلي عبدالمنان سلطاني له لوري د طب پوهنځی د محصلينو له نماينده ګانو سره د درسي بهير د لا ښه والي په موخه غونډه وکړه.

په ياده غونډه کي د محصلينو څخه پر روان درسي بهير، د استادانو پر درسي مېتود، عملي کارونو او يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو باندي خبري اترې وسوې.

د محصلينو نماينده ګانو له لوري د منظم تدريسي بهير او ښه عملي کار په پار د مؤسسې له رهبرۍ او خپلو استادانو څخه خوښي او مننه څرګنده کړه.
د يادوني وړ ده، چي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې اداره د خپلو محصلينو د علمي بهير لا ښه پياوړتيا او ښې همږغۍ په موخه وخت پر وخت د هغوی سره غونډي دايروي.

درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه