علمي شورا مياشتنۍ غونډه دايره سوه

      No Comments on علمي شورا مياشتنۍ غونډه دايره سوه


۱۴۰۱/۱۲/۰۱ لمريز کال

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د رهبرۍ غړو له لوري خپلمنځۍ نوبتي علمي شورا غونډه ترسره کړه.

پدې غونډه کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي عبدالمنان سلطاني، د مؤسسې مرستيالانو، پوهنځۍ رئیسانو، اداري آمرينو او مديرانو پکښي ګډون درلود.

ددې مياشتي په علمي شورا کي پر راتلونکي پسرلني متفرقه کانکور، عمومي او فرعي کمېټو ته د پاليسي جوړول، د ستراتيژیک پلان کلنی پرمختګ راپور چمتو کولو تر څنګ پر يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو باندي خبري اترې وسوې.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه