د لابراتوار د قوانينو اړوند د پوهاوي سمينار.

د اراکوزيا پوهنتون د PDC مرکز د فعاليتونو له ډلي نن شنبه د طب پوهنځی د محصلينو لپاره د لابراتوار د قوانينو اړوند سمينار جوړ او وړاندي سو.

ياد سمينار چي د ډاکټر شراف الدين اشرف صاحب له لوري اماده سوی وو، محصلينو ته د لابراتوار د تشخيص، وسايلو څخه ګټي اخستني او په لابراتوار کي د کيمياوي توکو د استعمال ټول قوانين تشريح سوه.

د يادوني وړ ده چي اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه خپل د محصلينو د ظرفيت لوړولو په موخه تعليمي سمينارونه جوړوي چي محصلينو ته پکښي د خپل درس علاوه نور معلومات وړاندي کيږي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
د نشراتو څانګه