د طب پوهنځی محصلينو ته عملي زده کړه ور کړل سوه

                                                              ۱۴۰۱/۱۱/۲۹ لمريز کال 

نن شنبه د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د طب پوهنځی محصلینو ته د Cardiac Monitor او Nebulizer اړوند، چي طبي وسايل دي؛ عملي زده کړه وکړل سوه.

په یاد عملي کار کي محصلينو ته د دواړو وسايلو د کاروني او ګټو اړوند روزنه ورکړل سوه.

د يادوني وړ ده، چي اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې اداره تل هڅه کوي، چي خپلو محصلينو ته په مسلکي برخه کي د نظري زده کړو تر څنګ وخت پر وخت عملي زده کړه هم ورکول کيږي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه