د (1402) پسرلني کانکور آزموينه واخيستل سوه

                                                               ۱۴۰۱/۱۱/۲۱ لمريز کال 

د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې په علمي انګړ کي د ۱۴۰۲ کال لپاره د ګډونوالو څخه عمومي پسرلني کانکور آزموينه واخيستل سوه.

په يادې آزمويني کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې مؤسیس ښاغلي ډاکټر عصمت الله يعقوبي، د مؤسسې رئیس ښاغلي عبدالمنان سلطاني، د هلمند پوهنتون راغلي علمي هئيت او د مؤسسې علمي او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.

د مؤسسې رئیس پوهنيار عبدالمنان سلطاني د کانکور ګډونوالو ته ښه راغلاست ويلو ترڅنګ هغوی ته د غوره نظري زده کړو سره د عملي زده کړو يادونه وکړه، نوموړي په اوسني عصر کي د اسلامي امت لپاره پوهه اړينه اړتيا ياده کړه.

پدې آزموينه کي د معالجوي طب، حقوق او سياسي علوم، انجنيري او ښوونه او روزنه پوهنځۍ لپاره (۱۲۰) تنو نوملیکنه کړې وه، چي د جملې څخه (۸۵) تنو ګډون کړی و.

د يادوني وړ ده، کومو کسانو چي کانکور لپاره نوملیکنه کړې او په آزمويني کي يې ګډون نسوای کړای، نو هغوی کولای سي، چي راتلونکې حوت مياشتي پر (۵) نيټه باندي په متفرقه کانکور کي برخه واخلي.

نوټ : ددې کانکور آزمويني پايلې به (۱۴۰۱/۱۱/۲۴) نيټه چي را روانه اونۍ دوشنبې سره سمون لري؛ اعلان به سي.

درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه