د لبیک خصوصي ښوونځی زده کوونکو د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې څخه علمي ليدنه وکړه


۱۴۰۱/۰۹/۲۴ لمريز کال

د هلمند مرکز لښکرګاه د لبیک خصوصي ښوونځی زده کوونکو د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې څخه علمي ليدنه وکړه.

د يادې خصوصي ښوونځی لسګونو زده کوونکو د پوهنتون د علمي او کاري چاپيريال سره د اشنا کېدو او د عامه پوهاوي په موخه نن له اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې څخه علمي ليدنه وکړه.

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې ادارې له لوري د لبیک ښوونځی زده کوونکو ته د پوهنتون پر پيژندني او رسالت تر څنګ پر کاري او علمي چارو اړوند عامه پوهاوی ورکړل سو.

د نوموړي ښوونځی زده کوونکو د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې له علمي او اداري ټيم څخه د مالوماتو ورکولو څخه مننه وکړه او هيله يې څرګنده کړه، چي دوی به د ښوونځی تر فراغت وروسته خپلې لوړې زده کړې په همدې علمي بنسټ کي ترسره کوي، ترڅو د همدې پوهنتون څخه د وطن جوړوني او ښېرازۍ لپاره ټولني ته غوره خدمتونه وکړي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه