د H Pylori (ایچ فالوري) اړوند عامه پوهاوي سمينار وړاندي سو!

                                                                ۱۴۰۱/۰۸/۲۲ لمريز کال

په اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې کي د ایچ فالوري اړوند د عامه پوهاوي سمينار وړاندي سو.

ياد سمينار د طب پوهنځی استاد ښاغلي ډاکټر شراف الدين اشرف له لوري د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې محصلينو او اداري کارکوونکو ته وړاندي سو.
په نوموړي سمينار کي د ایچ فالوري (معدې مکروب) ناروغۍ اخته کېدو عوامل، نښې، د مخنيوي او درملني لاري چاري پکښي وړاندي کړې.

دا سمينار د مسلکي پراختيا آمريت له لوري چمتو سوی و، چي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستيال ښاغلي انجنير صفي الله يعقوبي، د پوهنځۍ رئیسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلينو پکښي ګډون درلود.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه