د محصل نړيواله ورځ ولمانځل سوه!

      No Comments on د محصل نړيواله ورځ ولمانځل سوه!


۱۴۰۱/۰۸/۲۶ لمريز کال

د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې له لوري په خپل علمي انګړ کي د محصل نړيواله ورځ ولمانځل.

دا چي هر کال د نړۍ ګڼ شمير هيوادونه د محصل ورځ لمانځي، په همدې اساس د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې له لوري پرون د محصل نړيواله ورځ په ځانګړي غونډي سره ولمانځل، چي په يادې غونډه کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې مؤسس ښاغلي ډاکټر عصمت الله يعقوبي، د مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني، علمي مرستيال ښاغلي انجنير صفي الله يعقوبي، استادانو، محصلينو، د لوړو زده کړو وزارت څخه د تضمين کيفيت راغلي پلاوي او د هلمند ولايت يو شمير علمي شخصیتونو ګډون پکښي درلود.

پدې غونډه کي د محصل نړيوالي ورځي پر ارزښت، غوره محصل ځانګړتياو، د ځوانانو علمي ښې روښنايي او هيواد ته پر خدمت او پرمختګ اړوند بېلا بېلي ويناوي وسوې.

په همدې غونډه کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې له لوري خپل ممتاز، د کتابتون څخه د کتابونو مطالعې، د عملي کارونو پر وخت اجرا او غوره محصل توب پر بنسټ خپل محصلين وستايل او هغوی ته يې د الله ج له لوري د لا علمي بريا غوښتنه وکړه همدارنګه دوی یې د ښې مطالعې کولو لپاره سپارښتنه وکړه، ترڅو ځان او هيواد ته د خدمت مصدر وګرځي.

د پروګرام په يوې څنډې کي د لبیک خصوصي ښوونځی زده کوونکو له لوري محصلينو او د غونډي راغلو ګډونوالو ته د هيوادپالني ترانه ترانم او ډالۍ کړه.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه