مياشتنۍ علمي شورا غونډه دايره سوه


۱۴۰۱/۰۷/۲۸ لمريز کال

د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د رهبرۍ غړو ترمنځ خپله نوبتي مياشتنۍ علمي شورا غونډه دايره سوه.

ددې مياشتنۍ علمي شورا په غونډه کي د مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني، علمي مرستيال ښاغلي انجنير صفي الله يعقوبي، د محصلانو چارو مرستيال ښاغلي عبدالولي رازقي او پوهنځی رئیسانو ګډون درلود.

غونډه د قران کريم په مبارکو ايتونو راپيل سوه، چي د شورا غړو له لوري د استادانو پر تدريسي پلانونو، ربعواره راپورونو، کورس پاليسۍ، انفرادي پلانونو، نتايجو اماده کولو او د راتلونکو شل سلنه ازموينو وخت ټاکني تر څنګ پر يو شمير نورو مهمو موضوعاتو باندي خبري اتري او پريکړې وسوې.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه