هوا ککړتيا اړوند د عامه پوهاوي سمينار وړاندي سو

                                                                ۱۴۰۱/۰۳/۲۵ لمريز کال 

د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د PDC لخوا د چاپيريال ساتني اونۍ په مناسبت د هوا ککړتيا او د هغې څخه د مخنيوي پر لارو چارو باندي د عامه پوهاوي سمينار وړاندي سو.

ياد سمينار د ښووني او روزني پوهنځی د بیولوژي د څانګي د آمر او استاد ښاغلي عبدالمجید دانش وړاندي کړ، چي په پروګرام کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې مؤسس، علمي مرستيال، پوهنځی رئیسانو، د څيړنيز مرکز آمر، استادانو، مديرانو او محصلينو ګډون درلود.

په ياد سمينار کي د هوا ککړتيا، د هوا ککړتيا عوامل، د هوا ککړتيا مخنيوي لاري چاري، زرغون چاپيريال پر ارزښت او په ټولنه کي د هوا ککړتيا د مخنيوي لپاره پر فردي او ځاني مسؤلیتونو د عامه پوهاوي برخي شاملي وې.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه